امنیت

ساتنمنانواوسرتيرو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

کابل باختر د ثور څلورمه
د کورنيو چارو وزارت د ځانګړوقطعوله تعليمي مرکزڅخه ۱۶۰  تنو ساتنمنانواوسرتيرو د خپلو دری مياشتنيو روزنيزو زده کړو له بشپړيدو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دکورينوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دغو ساتنمنانواوسرتيرو د فراغت په غونډه کې لومړۍ د کورنيو چارو وزارت د ځانګړوقطعولوی رييس پاسوال اسدالله شيرزاد په خپلو خبرو کې ټولو فارغو ساتنمنانو ته د فراغت مبارکي وويله زياته يې کړه، ځانګړي پوليس بايد په هره برخه کې پوره زده کړې وکړي ترڅو د مسلکي زده کړو په ګاڼه سمبال اوټولنې ته د چوپړپه موخه پوره چمتووالی ولري.
دى په ټينګار سره وويل، ترهګروډلوماته خوړلې اوخپل توان يې له لاسه ورکړی اوزموږله ځانګړوباتوروپوليسو سره د مقاومت توان نلري.
وروسته د ځانګړوپوليسود تعليمي مرکزقوماندان اويوتن سرتيري د نورو فارغانوپه استازيتوب خبرې وکړې اوښوونه اوروزنه يې د ژوند په ټولوبرخوکې اړينه وبلله.
د تعليمي مرکزقوماندان  له ټولو فارغو افسرانو، ساتنمنانواوسرتيرو څخه وغوښتل چې د خپلو مسلکي تجربو او ترلاسه شويو روزنيزو زده کړو څخه ، د ترهګروډلوپه ځپلو وړلوکې پوره ګټه واخلي.
په پای کې پرټولو فارغوافسرانو، ساتنمنانواوسرتيرو د فراغت سندونه وويشل شول.
د يوبل خبرله مخې: د کورنيو چارو وزارت د جيلونود لوی رياست ښوونيزمرکزڅخه ۳۷ تنوسرتيرو له مسلکي زده کړو وروسته د خپل فراغت سندونه ترلاسه کړل .
په هغې غونډه کې چی له همدې امله جوړه شوې وه ، دجيلونواوتوقيف خونولوی رياست د ښوونيزمرکزقوماندان مل پاسوال محمد تواب احمدزي ، د دغوسرتيرود څلورواوونيو ښونيزوپروګرامونوپه اړه معلومات ورکړل زياته يی کړه ، په دې موده کې د وسلو تخنيک ، عسکري دسپلين اود بشري حقونوپه هکله د مجربواستادانوله لوري تدريسي چارې پرمخ وړل شوي دي.
همدارنګه دجيلونواوتوقيف خونود عمومی رياست د ښوونې اوروزنې لوی مديراوڅوتنومسولينوپه وارسره خبرې وکړې اود دغوسرتيروفراغت يې دجيلونواوتوقيف خونود امنيت د خوندي کولوپه موخه يوه لويه لاسته راوړنه وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته