سیاست

جمهورريیس غني د نوي کال او پسرلي په هرکلي یو نیالګی کېنوه

کابل/ د وري ۳مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني، نن سهار د نوي کال او پسرلي د هرکلي په مناسبت، د جمهوري ریاست په محوطه کې یو نیالګی کېنوه او د زرغون او پرمختللي افغانستان لپاره یې دعا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دغو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګرۍ د پراختیا چارو او د بېوزلۍ کمولو کې د جمهور ريیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار، د کابل والي محمد یعقوب حیدري او د کابینې یو شمېر غړو د جمهورريیس ملتیا کوله، جمهورريیس وویل: د خدای (ج) په حکم نن طبیعت بېرته ژوندی شوی او دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د هېواد په شنه کېدو کې برخه واخلي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: په تېر کې د افغانستان ٧٠ سلنه ځنګلونه شنه وو، خو د جګړو او بدبختیو د دوام له وجې د دغو ځنګلونو ډېره برخه لمنځه ولاړه. اوس زموږ دنده ده چې دغه ځنګلونه بېرته احیا او خپل هېواد شین کړو.
جمهورريیس غني د ډاکټر تتسو ناکامورا کارنامو ته په اشارې وویل: ډاکټر ناکامورا په افغانستان کې د ځنګلونو جوړولو نوې طریقه بنسټیزه کړه. افغان ملت باید د هغه کارنامې او طریقې تعقیب کړي.
هغه زیاته کړه: نوې طریقې چې د جاپانیانو له لوري تجربه شوې دي، ښیي چې ځنګلونه په دوو کلونو کې شنه کېږي، ښه بېلګه یې د افغانستان په ختیځ کې ګمبیري دښته ده.
د هېواد جمهورريیس وویل: د افغانستان حکومت د اوبو د مدیریت او مهارولو لپاره درې میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د اوبو د مدیریت پنځه کلن پلان هم جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه: په هغو سیمو کې چې اوبه ذخیره کېږي، شاوخوا سیمې یې باید شنې شي.
د هېواد جمهورريیس د کرونا ویروس خپرېدو ته په اشارې وویل: د افغانستان تاریخ ښیي چې کله هم زموږ هېواد له کومې ستونزې سره مخ شوی، ستونزه په یووالي او تدبیر حل شوې ده. کرونا ویروس یوه نړیواله فاجعه ده، خو موږ غښتلی ځواک لرو چې د دغه ځواک په انسجام سره کولای شو د کرونا ویروس فاجعه مهار کړو.
جمهورريیس غني د هېواد علمای کرامو ته په خطاب کې وویل: په دې حساس وضعیت کې د هېواد علما باید د خلکو رهبري پر غاړه واخلي او خلک دې هم له علمای کرامو سره ودرېږي.
هغه زیاته کړه: د خدای (ج) حکم او د نبي کریم (ص) طریقه دا ده، په هر ځای کې چې وبا راشي، باید هلته جدي تدابیر ونیول شي او هېڅوک دې بل څوک په خطر کې نه اچوي.#
پاى/ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته