ټولنه

په بدخشان ولايت کې دکليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام د رياست د نوې ودانۍ د جوړولو کار پيل شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١ :
د بدخشان ولايت دکليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام د رياست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د فيض آباد په نوى ښارکې کيښودل شوه .
دبدخشان ولايت دکليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام رييس انجنير همايون رحماني وايي: دغه ودانۍ د يو جريب ځمکې په ساحه کې په دريو پوړونوکې جوړيږي چې شپاړلس اداري خونې، دغونډو  دوه سالونونه او  نور ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي .
ده زياته کړه: دغه راز د اتيا مترو په ژوروالى په دغه ځاى کې د يوې ژورې څاه  کيندل هم په پام کې نيول شوي دي.
ده زياته کړه چې ددغې ودانۍ لګښت ٢٢ مليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې د نړيوال بانک له بودجې څخه تمويليږي.
خبرځاى زياته کړه چې پخوا د ځاى دنشتوالي په نسبت دغې ادارې په کرايي کورونوکې خپلې کاري چارې ترسره کولې او اوس د دغې ودانۍ په جوړيدوسره ددغه رياست اړتياوې په بشپړه توګه لرې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته