امنیت

دقمبر په څلور لاره کې دځانمرګي بريد له امله پنځلس تنه شهيدان شول

کابل باختر د تلې  نهه ويشتمه :
عيني شاهدان  ادعاکوي  په هغه ځانمرګي بريد کې چې  نن مازيګر د څلوروبجو په شاوخوا کې  دمارشال محمد قسيم فهيم دپوځي اکاډمۍ  ددروازې په وړاندې  ترسره شو  يوشميرکسان شهيدان اويوشمير نور ټپيان شوي دي .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، په سيمه کې  دامنيتي او دفاعي ځواکونو او د امبولانسونو شتون  ددې څرګندوى دي  چې په دغه بريد کې  يوشمير کسانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده.
  په همدې حال کې يوه خبرځاى  چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه ويې ويل  چې ځانمرګي يرغلګر  دمارشال محمد قسيم فهيم پوهنتون  دمحصلانو دسپرلۍ په موټر بريد وکړ  چې له امله يې پنځلس تنه شهيدان اوڅلور تنه نور ټپيان شول .
تراوسه پورې  دکابل دپوليسو مقاماتو ددغې پيښې په باب  نظر نه دى څرګند کړى.
ختم _  ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته