ټولنه

په پنجشيرکې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى کمښت موندلى دى

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
په پنجشير ولايت کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي کچې کمښت موندلى دى.
د وړاندى شويو شمېرنو له مخې: د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي يواځې څلور پيښې د پنجشير ولايت د ښځو چارو په اداره کې ثبتې شوې دي. په داسې حال کې چې د تيرکال په همدې موده کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ٧ پيښې په دې اداره کې ثبتې شوې وې.
دپنجشير ولايت دښځو د چارو رييسې مريم پنجشيري وويل: په ثبتو شويو مواردو کې د وهلو، ډبولو او له کور څخه تيښته شامله ده .
ميرمن پنجشيري زياته کړه: دغه ټولې پيښې د دې له خوا د څارنوالۍ د ادارې په همغږۍ څيړلې شوې دي.
د پنجشير ولايت د ښځو د چارو د رياست د ښځو د حقوقو مسوولې طوبا منصوري په دغه ولايت کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د پيښو شمېر د ښځو د چارو د رييسې له خوا له وړاندې شويو شمېرنو څخه زيات بولي او وايي: دکورنيو د نه شريکولو په نسبت په پنجشير ولايت کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي شمېر ټيټ ښودل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته