امنیت

يوسړى له دريو کيلوګرامو نشه يي توکو سره په باميانو کې ونيول شو .

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
يو سړى  پرون له دريو کيلوګرامو هيروئين  ډوله نشه يي توکوسره په باميانو ولايت کې ونيول شو .
دباميانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو آمر محمد رضا باختراژانس ته وويل  چې  ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ  دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دمديريت کارکوونکو  دغه سړى له دريو کيلوګرامو هيروئينو  او  ښيښه يي ډوله نشه يي توکو ، يوې تومانچې او له يو ليتر شرابو سره ددغه ولايت په مرکز کې ونيوه .
ديو بل خبرله مخې،  درې تنه دوسله والې  غلا په اړوند په باميانو ولايت کې ونيول شول .
دباميانو پوليسو شيخ ياقوت ، اسماعيل او ابراهيم  چې دپنجاب  او ورس دولسواليو په واټونوکې  دوسله والې  غلا تور پرې لګول شوى دى دپنجاب  ولسوالۍ دخارقول  په ساحه کې ونيول .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته