-کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
د طالبانو په ډلې پورې اړوند د پوځيانو ترور لپاره دوه توظيف شوي کسان په هلمند کې د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شول.
دغه دوه يرغلګر پرون ناوخته پر يوشمېرپوځيانو چې د موټرونو په پلټنې بوخت و ، ډزې وکړې چې د امنيتي ځواکونو په ډزوکې ووژل شول او دوه پوليسان ټپيان شول.
پوليس وايي چې دغو يرغلګروڅو سيمه ييز مسوولين، قومي سپين ږيرې، پوځې افسران او سرتيري ترور کړي و .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم _ شکريه_اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ