امنیت

يو ټپي ډار اچوونکى ووژل شو.

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
يو ډاراچوونکى په ټپي حالت کې په سرپل ولايت کې ونيول شو.
د٢٠٩ شاهين قول اردو دستراتيژيکي اړيکو او عامه چارو آمريت نن باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه ډاراچوونکى دسر پل ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍ د ګردنه سوخته په سيمه کې د ماين دچاودنې له امله ټپى شوى و.
په دې چاودنه کې يو طالب وژل شوى او دنيول شوي طالب په ګډون درې تنه طالبان ټپيان  شوي دي.
ده دغه راز په خپلو تحقيقاتو کې ويلي دي چې ماين د ډاراچوونکي له خوا په ساحه کې ځاى پرځاى کړى شوى و.      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته