امنیت

د پوليسو په پوستو د طالبانو بريدونه ناکام شول

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
وسله والو طالبانو دهلمند ولايت ګرشک ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او نور طالبان د جګړې له ډګر څخه وتښتيدل .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او له امله يې  يوولس تنه  وسله وال طالبان  ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول او نور طالبان دجګړې له ډګر څخه وتښتيدل .
خبرحاى وويل چې په دې نښته کې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوليسو  لاس ته ورغلي دي .
خبرځاى زياته کړه چې د دغه جګړې په بهيرکې دپوليسو يوسرتيرى شهيد او دوه تنه نورسرتيري ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته