امنیت

دوسله والو طالبانو دځپلو په مقصد عمليات دوام لري.

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
په لسګونو تنه وسله وال طالبان  په تيرو ٢٤ ساعتو کې دافغان  ګډو امنيتي ځواکونو دعملياتوپه نتيجه کې په فارياب ولايت کې ووژل شول.
د٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات  په  فارياب ولايت کې دوسله والو طالبانو دځپلو او دامنيت  دتامينولو په مقصد پيل شوي دي چې دپښتون کوټ ولسوالۍ په جنوب  سرحوض سيمه کې  لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې  ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه  په وژل شويو طالبانو کې  ددغې ډلې   کليدي افراد ملامحمود ، ملامجيب  اوملامحمدعمر هم شامل دي.
ويل کيږي دغه عمليات  دوسله والو طالبانو له شتون څخه دپښتون کوټ ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته