ورزش

د (آى تي اف) د تکواندو ټيم ازبکستان ته روان شول .

کابل- باختر د غبرګولي څوارلسمه :
د (آى تي اف) د تکواندو دملي ټيم ورزشکاران د آسيا د اتلوالى په سياليوکې دګډون په مقصد پرون ازبکستان ته روان شول .
د المپيک دملي کميټې د رسنيو مسوول سميع دره يي دباخترآژانس خبريال ته وويل: د (آى تي اف) د تکواندو سيالۍ د دولسو آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون دغبرګولي دمياشتې په ١٦نيټه په تاشکندکې پيليږي او څلور ورځې دوام کوي .
ده وويل: په دغو سياليوکې دګډون په خاطر له افغانستان څخه دولس تنه ورزشکاران او يو هيئت ازبکستان ته سفر کړى دى .
د دره يي دڅرګندونو له مخې: دغه سيالۍ په دريو کتګوريو مبارزه ، د فورم اجرا کول او ټيمي مبارزه کې ترسره کيږي .
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ هغو نړيوالو سياليو ته د لارې موندلو په خاطر ورزشکارانو ته يوه مقدمه ده چې  په روان کال کې په اسپانيا کې ترسره کيږي .
د يادونې وړ ده چې ددغه فدراسيون د آسيايي اتلوالى  د سياليو وروستى ارزښت په تيرکال کې په هندکې د سرو زرو لس مډالونه ، سپينو زرو څلور مډالونه او ژيړو دوه مډالونه دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته