ټولنه

په روان کال کې نږدې٣٠٠ پرمختيايي پروژې تطبيقې شوې دي

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٣  :
د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې ٢٨٥ ټولګټې پروژې د هرات ولايت په کليوالي سيموکې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د رياست له خوا بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
د هرات ولايت د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا رياست مسوولين وايي: دغه پروژې دڅه ناڅه ٢٣٥ مليونو افغانيوپه لګښت بشپړې شوې دي. دغه پروژې چې د ملي پيوستون د پروګرام، سيمه ييزې پرمختيا او د کليوالي لارو د جوړولو  د پروګرام له خوا په بيلابيلو ولسواليو کې ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي؛ دڅه ناڅه ٥٠ زرو کورنيو سيمه ييزې ستونزې يې لرې کړې دي.
ويل کيږي؛ همدا اوس ديو ملياردو ٣١٤ مليونو ا فغانيو په لګښت  د بيارغاونې ا٨١٦ پروژې ترکارلاندې دي چې په بشپړيدو سره به يې د زر ګونو کورنيو سيمه ييزې ستونزې لرې شي.
په دغو پروژوکې د ټولنيزو مرکزونو، پلونو او پلګيو، د اوبو رسولو د شبکو جوړول، د سړکونو پخول او کريړ اچول، د ښوونځيو، استنادي ديوالونو، کاريزونو، ويالو ، مبرزونو،  د کرنيزو اوبو د زيرمو جوړول، دڅاګانو کيندل او د بندونو جوړول شامل دي .
د هرات ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رياست دملي پيوستون دکليوالي لارو د جوړولو، کليوالي صنايعو، سيمه ييزې پراختيا، د اوبو رسولو اوثبات د پروګرامونو په لرلو سره دهرات ولايت د پنځلسو ولسواليو په کليدي ساحوکې يې  خپل فعاليتونه متمرکز کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته