۱۰۰ ورځې

د رايو پاڼو دپلټنې بهېر دجمهوري رياست ددواړو انتخاباتي ټيمونو داستازو په شتون پيل شو

کابل باختردزمري دمياشتې  ١٣ :
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو  په سلو کې دسلو رايو پاڼو دپلټنې  بهېر نن سهار دانتخاباتي ټيمونو  داستازو  اوملي او نړيوالو کتوونکو په شتون په نورمال ډول پيل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  ټاکل شوې وه  چې دغه بهېر دسهار په اوو بجو پيل شي  دڅه دپاسه  نيم ساعت په ځنډ سره يې په کار پيل وکړ.
دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون دمسوولينو دڅرګندونوله مخې :  درايو پاڼو دپلټنې بهېر ددواړو انتخاباتي ټيمونو  داستازو په شتون په دوو وختونو کې د دوه سوه ډلوله خوا پرمخ بيول کيږي اودغه بهېر به له کوم ځنډ پرته دوام ومومي.
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو درايو  پاڼو دپلټنې بهېر پرون له غرمې وروسته  دډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي ټيم  داستازو له  شتون پرته پيل شو
اوله هغه وروسته په کابل کې دملګروملتو دسازمان  دفتر اعلام وکړ  چې ددغه انتخاباتي ټيم له استازو سره له يو لړ خبرو وروسته هغوي  درايو پاڼو دپلټنې  له بهېر سره  په پيوستون موافقه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته