امنیت

شپږتنه په پروان کې ونيول شول

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٤
په پروان ولايت کې دوه تنه طالبان او په تروريستي فعاليتونوڅلور تنه مشکوک کسان ونيول شول.
د  پروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي د باختر اژانس خبريال ته وويل: دغه کسان تېره شپه د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ونيول شول.
د مموزي دڅرګندونو له مخې: دوه تنه نيول شوي کسان د طالبانو د ډلې د قوماندان ملا قاري د افرادو له جملې څخه دي او څلور تنه نور په ورانکارو فعاليتونوکې د لاس لرلو په تور ونيول شول.
د مموزي دڅرګندونو له مخې: په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د پروان ولايت امنيه قوماندان وويل: له دغوکسانو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته