ورزش

د افغانستان د کڼو د فوټبال ټیم د پاکستان د سیالیو اتل شو

کابل – باختر – د ثور د میاشتې ۷
د افغانستان د کڼو د فوټبال د ټیم غړي د اتلولۍ له کپ سره له پاکستان څخه راستنیږي.
د افغانستان د کڼو د فوټبال ټیم د پاکستان د ټیمونو په وړاندې له بې ساري بریالیتوب وروسته د هغو سیالیو اتلولي ترلاسه کړه چې د پاکستان د کڼو د ټولنې له خوا ترسره شوې.
د بدني روزنې او سپورت ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمریت باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد د کڼو د فوټبال ټیم نن د لاهور د کڼو ټیم په وړاندې دویمه لوبه وکړه او د دغو سیالیو کپ يې وګاټه.
دغه سیالۍ تیره اوونۍ د پاکستان په کوربه توب په لاهور ښارکې پیل شوې چې د افغانستان د کڼو د فوټبال ټیم په لومړۍ لوبه ګې د پاکستان د کڼو ټیم ته د صفر په وړاندې په لسو سره ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې د پاکستان د کڼو د ټولنې له خوا پیل شوې وې، د افغانستان د کڼو د فوټبال ټیم د دغې ټولنې په بلنه د اتلسو تنو ورزشکارنو او یوه ښوونکي په ګډون په دغو سیالیوکې ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته