امنیت

د هلمند مدني فعالينو او ځوانانو د امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د هلمند ولايت په لسګونو تنو ځوانانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو نن د هلمند له والي سره په کتنه کې د امنيتي ځواکونو د ميړانې او سرښندنو ملاتړ وکړ.
د هلمند والي حيات الله حيات په هغه کتنه کې چې د مدنې ټولنې له فعالينو ځوانانو، محصلانو، زده کوونکو او ميرمنو سره يې د ولايت په مقرکې وکړه؛ د تروريستانو د بريدونو د شنډولو او د هغوى د ځالو په له منځه وړلوکې يې د امنيتي ځواکونو ميړانه چې د جګړې په لومړۍ ليکه کې له دښمنانو سره جنګيږي؛ وستايله او د هغوى ملاتړ يې وکړ او هغوى يې د دښمنانو په وړاندې  ستر ډال وبلل .
د هلمند والي هم د دښمنانو په وړاندې د امنيتي ځواکونو د هلوځلو يادونه وکړه او ويې ويل چې د هېواد امنيتي ځواکونه وکولاى شول په ميړانې او سرښندنې  سره د دښمنانو په وړاندې د هېواد او خلکو دفاع وکړي چې د دوى دغه ميړانه د ستاينې وړ ده.
د غونډې په پاى کې امنيتي ځواکونو ته د ګلانو د ګيډيو په ورکولو سره د هغوى قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته