ميمنه باختر دزمري دمياشتې ٤ :
د فارياب د والي وياند احمد جاويد بيدارباختر آژانس ته وويل چې افغان ګډو ځواکونو د فارياب ولايت د کوهستان ولسوالۍ چې درې ورځې مخکې د وسله والو مخالفانو لاسته ورغلې وه، دښمن ته د سر د درندو زيانونو په اړولو سره بېرته ونيوله.
ده زياته کړه: هغه افغان امنيتي ځواکونو چې په لوړوساحوکې ځاى پرځاى شوي وو، د ولسوالۍ مرکز ته ستانه شول او هغه ټولې ساحې چې د دښمن لاسته ورغلې وې، په بشپړه توګه د هغوى له شتون څخه پاکې شوې او وسله وال طالبان له دغو ساحو څخه تښتيدلي دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ