سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهوررییس د لومړۍ کرښې سرتېرو ته په خطاب کې: ستاسو د اتلولۍ، تعهد او عالي روحیې مننه کوم

۳۵- کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني د لومړۍ کرښې سرتېرو د احوال اخیستلو په لړ کې نن له غرمې مخکې د افغان وسله وال پوځ له اتو سرتېرو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس غني د لومړۍ کرښې له یادو مسوولینو سره په جلاجلا ټلیفوني مکالمو کې د  خبرو پرمهال وویل: زنګ مې وهلی چې د احوال اخیستلو ترڅنګ ستاسو د اتلولۍ، تعهد او عالي روحیې مننه وکړم. ټولو سرتېرو، بریدملانو، افسرانو، همسنګرانو، کورنیو او ولسونو ته زما سلامونه ، د درناوي او مننې مراتب ورسوئ.
د شاهین قول اردو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک د درېیم ټولي قوماندان تورن خواجه قیام الدین، د لغمان د امنیت آمر سمونوال سکندرشاه، د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالظاهر، دویم ساتنمن ذاکرالله، د ۲۱۷پامیر قول اردو د درېیمې لوا د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن نجیب الله نیازي، په شمال کې د ګډو ځواکونو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک د درېیم ټولي قوماندان تورن محبوب الله، د ملي لوا د ځانګړې قطعې قوماندان ډګروال محمدخالد او په شمال ختیځ زون کندز کې د ګډو ځواکونو د دویم کنډک قوماندان ډګرمن عبدالله له جمهوررییس څخه په مننې وویل: خدای مو سرلوړي لره. لومړی ځل دی چې جمهوررییس لومړۍ کرښې ته زنګ وهي او د سرتېرو احوال اخلي.
هغوی زیاته کړه: موږ په عالي مورال د هېواد او هېوادوالو دفاع کوو او ډاډ درکوو چې په مېړانه د خپلې خاورې او ولسونو ساتنه کوو. خپلې مقدسې وظیفې ته ادامه ورکوو او دښمن ته به فرصت ورنه کړو چې زموږ ولسونو ته ستونزه ایجاد کړي.
د هېواد د دفاع د لومړۍ کرښې یادو سرتېرو وویل: د محاربوي او خاص وظایفو لپاره خپلمنځي ښه همغږي لرو. تاسو او هېوادوالو ته مو ژمنتیا دا ده چې د هېواد له لوېشت لوېشت څخه دفاع کوو. دوی همدارنګه د تجهیزاتو په ګډون ځینې وړاندیزونه هم له جمهوررییس سره شریک کړل.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان هغوی ته په خطاب کې وویل: له ډاډ مو ډېره مننه، ستاسو دا عالي روحیه، ملي تعهد او راسخه عقیده ټولو ته مورال ورکوي. د هېواد، اعلی سرقوماندان او ټول ولس پر ستاسو غوندې زړورو افسرانو باندې ویاړي او زموږ ټولو ملاتړ درسره دی.
جمهوررییس غني وویل: تاسو د افغانستان د ملي اردو افسران د دې هېواد روح او جسم یاست او د سترګو غوندې راته ارزښت لرئ. له تاسو ټولو او درنو کورنیو مو مننه کوم. ملي اردو د هېواد د امنیت او ثبات د ملا تیر او تاسو زموږ ویاړ یاست.
جمهوررییس غني څرګنده کړه: قطعه خاص واقعا خاص ده، تل درسره په تماس کې یم، درباندې ویاړم، عملیات او تجربه مو په سیمه کې بېساري دي. ستاسو له ظرفیت او تعهد څخه مننه. د افغانستان ثبات او هوساینه تاسو پورې تړلې. ستاسو دنده ډېره سپېڅلې ده. امنیت شورا به په تجهیزاتو او نورو برخو کې ستاسو وړاندیزونو ته رسیدګي وکړي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته