ټولنه

په ننګرهار کې زرو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
په ننګرهار کې د وروستيو جګړو له زرو بېځايه شويو کورنيو سره د مرستې بهير پرون پيل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د پېښو د څېړنو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري رييس شېراحمد فيضي ننګرهار ته په خپل سفر کې د دغه ولايت په مرکز کې له بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو د وېش بهير پيل کړ.
د دغو مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار سيمه ييز مسوولين هم حاضر وو.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته