امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

قندهار باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
يوولس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د جګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار په سپين بولدک ولسوالۍ او قندهار ښار ته څېرمه هغه وخت ووژل شول چې پوځيانو د دوى په پټنحي بريد وکړ.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  .
ده وويل: مخکې له دې چې وسله وال طالبان د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي، د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په قندهار ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د خبرونو له مخې: پوځيانو نن سهار د قندهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو او سيمو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډکړل .
د قندهار پوځي مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښحولو مسوول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته