
کابل، زمري ۲۵مه، باختر
د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد چې تیره ورځ يې د افغانستان د خپلواکۍ په مناسبت يوې خبرې غونډې ته وینا کوله، د هېواد له ارضي تمامیت څخه یې کلکه ننګه وکړه.
مجاهد د ټولنیزو رسنیو د هغو راپورونو په ځواب کې چې ګواکې پاکستان غواړي د واخان ځینې سیمې لاندې کړې، توند غبرګون وښود او ویې ویل: «واخان د افغانستان د سر حیثیت لري او تر څو چې زموږ پر تنو سرونه پوري وي، واخان به هم خوندي وي».
نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د بشپړ امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ او له ملي او نړیوالو موسسو څخه يې غوښتنه وکړه، چې خپلې پروژې پیل او د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي.
مجاهد زیاته کړه هر هغه څوک چې د شر او فساد ډلې تمویلوي، هغوی باید واوري چې دوی په دغه شومه اراده کې تر منزله نه شي رسېدای.
سرپرست وزیر همدارنګه وویل چې د عامو خلکو په نښه کول او وژل د دښمن په کمزورتیا باندې دلالت کوي او په وینا يې هغه ډلې او کسان به سخت وځپل شي، چې د افغانستان د نا امنه کولو خوبونه ویني.
نوموړي زیاته کړه که هر څوک خپل مسوولیت ته په سمه مانا متوجه شي راتلونکي کال کې به ډېر کار شوی وي.
هېره دې نه وي چې د ملي دفاع سرپرست وزیر په دې غونډه کې د اسلامي امارت له ټولو مسولینو وغوښتل چې د نړیوالو له تور نوملړ څخه د وتلو او نورو پلمو د لري کولو په تمه پاتي نشي او د اولس د هوساینې او هېواد د سوکالۍ او ابادولو په موخه خپلو مسولیتونو ته متوجه او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
ع.ا