سیاست

په باتور دوستم ناوړه قصد ناکام کړى شو .

کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه
دجوزجان ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې دجمهوري رياست دلومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم زوى باتور دوستم دمزار شريف _ شبرغان  په لويه لاره کې دطالبانو له کمين  څخه روغ رمټ پاتې شو.
دشبرغان ښار دګارنيزيون  مرستيال باختراژانس ته وويل چې تير ماښام يوې ډلې وسله والو طالبانو  چې شمير يې سلو تنو ته رسيده ددغې ډلې له خوا دنومول شوي ولسوال ملا جبار په مشرۍ  دجوزجان ولايت په مرديانو ولسوالۍ  کې د جوزجان دلوى لارې په چکش سيمه کې دباتور دوستم دسپرلۍ دموټرو په کاروان بريد وکړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې بريد کې طالبان ناکام شول او له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى يوه اندازه مهمات هم دباتور دوستم دمحافظتي  ځواکونولاس ته ورغلي  دي .
  ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته