
کابل، د لېندۍ ۱۴مه، باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د متحدو عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د متحدو عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست ته د شیخ محمد زاید له ښه راغلاست ويلو وروسته، د افغانستان او متحدو عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې مولوي محمد یعقوب مجاهد په متحدو عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره هم کتلي دي.
لمر