اقتصاد

په هرات کې ديوه غير دولتي موسسې ددوو تنو کارکوونکو خلاصون

کابل باختر د وري يو ويشتمه :
په هرات ولايت کې پرون ديوه غير دولتي موسسې دوه تنه کارکوونکي دملي امنيت دمنسوبينو له خوا دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شول
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دهرات ولايت دملي امنيت درياست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان ددغه ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې دطالبانو له  خوا يرغمل  شوي وو . 
دهرات ولايت دملي امنيت يو مسوول وويل چې ددغو کسانو په خلاصون کې قومي مخورو او متنفذينو  هم رول درلود .
  څه موده مخکې په شينډنډ ولسوالۍ کې دسړک جوړولو ديوه شرکت څلور تنه کارکوونکي  هم دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته