روغتیا

په پکتیکا کې تر څلوېښت زرو ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې دي.

کابل باختر د کب د میاشتې ۲۱ مه
د پکتیکا د عامې روغتيا ریاست مسوولین وایې، د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې د امنیتي او نورو لاملونو پر اساس (درې څلوېښت زره یو سل او یو پنځوس) ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې کېږي.
دغه څرګندونې نن د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکټر ولي ګل  د رسنیو  له استازو سره وکړې.
هغه زیاتوي، د یو شمېر ستونزو له امله د  پکتیکا ولایت د زرغون ښار ولسوالۍ په کهنه سیمه کې، د ګومل ولسوالۍ په اوه کلسترونو او د برملې ولسوالۍ په ډېرو سیمو کې ماشومان د پولیو له واکسینو بې برخې پاتې کېږي.
ډاکټر ولي ګل وویل : (( تېرځل  په ګومل کې لس زره  او په زرغون ښار کې نږدې زرو ماشومانو ته واکسین نه دي ورکړل شوي، او دا ځل دوی ته خبرداری ورکړل شوی چې په برملې کې واکسین تطبیق نه کړي، نو په دې توګه به د برملې دوه دېرش زره ماشومان له واکسینو بې برخې پاتې شي.))
هغه وویل په یادو سیمو کې د واکسینو د نه تطبیق یو لامل  طالبان دي چې د پولیو کارکوونکو ته اجازه نه ورکوي، او په څنګ کې بله ستونزه داده چې د پولیو په اړه خلکو ته پوهاوى نه دى ورکړل شوى.))
ډاګټر ولي ګل وویل، په دغو سیمو کې یې  د قومي مشرانو او دیني عالمانو په واسطه د واکسینو له مخالفو ډلو او کورنیو سره خبرې روانې دي، څو د ماشومانو د روغتیا د ساتنې او له فلج څخه د ژغورنې په موخه دغه ګټور واکسین تطبیق شي.
د پکتیکا د عامې روغتیا د رییس په خبره ، په ګومل او برمل ولسوالیو  کې یې لسګونه روغتیايي مبلغین هم په دنده ګومارلي دي چې د واکسینو په ګټو خلک وپوهوي.
سرچینه وایې، د پولیو داځل کمپاین چې راتلونکي دوشبنه په ټول هیواد کې پیلېږي، په پکتیکا کې به ( دوه لکه اولس زره) ماشومان واکسین شي، او یوشمېرو نورو ته به یې ويټامین اې  ټابلېټ هم ورکړل شي.
د عامې روغتیا رییس او د کتلوي معافیت آمر په نننۍ غونډه کې وویل ،روغتیایی خدمتونه  د هر چا لپاره دي ، دوی له ټولو ډلو او کورنیو وغوښتل چې په هره سیمه کې واکسینو او د نورو روغتیايي خدمتونو پلې کېدو ته بشپړه اجازه ورکړي.
دوی د پولیو واکسینو په اړوند د یوشمېر خلکو د ناسم ذهنیت په اړه وویل : (( دا موضوع پټه نه ده ، د نړۍ او افغانستان عالمانو د دې واکسینو په تطبیق او مشروعیت فتوا ورکړې ، چې یوازي هدف یې د پولیو وایروس ختمول دي.))
د کتلوي معافیت آمر ډاکټر عبدالحکیم همت زیاته کړه ، هغه افغان مسافر چې ماشومان ورسره وي او د نړۍ نورو هیوادونو ته سفر کوي،  د هرهیواد په هوايي ډګر کې لومړی واکسین ورکول کېږي،  ترڅو د پولیو وایروس ونه لري او نورو ته انتقال نه شي.
همت  له دیني عالمانو هم وغوښتل چې د ماشومانو د روغتیا لپاره د پولیو واکسینو د ګټو او  زیانونو  په اړه خلکو ته  رښتیا ووایي  او په دې اړوند خپل مسوولیت ادا کړي.
د پکتیکا د عامې روغتیا د ریاست په وینا ، په روان کال کې  د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او دا پېښې په هغو سیمو کې ډېرې پيدا کېږي ، چیرته چې واکسین نه وي تطبیق شوي.
د مسوولینو په وینا، په نوره نړۍ کې د پولیو وایروس له منځه تللی،خو یوازي په پاکستان ، افغانستان او نایجریا کې يې لاهم مثبتې پېښې ثبت کېږي او لامل یې په سم ډول او ټولو ماشومانو ته د واکسینو نه تطبیق کول دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته