(PS)خبرونه(PS)امنیتTOP(PS)

د ملي دفاع وزارت اړوند لسګونه ويجاړ شوي نظامي وسايط ترميم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول

کابل، د وري ۵مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۳ منصوري قل اردو د دوهمې پلې لوا د تخنیکي ټیم له لوري ۴۱ نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

په دغو ترمیم شویو وسایطو کې ۳۰ هاموې ټانګونه، ۶ انټرنشنل موټر او ۵ رينجر موټر شامل دي.

د یادې قول اردو دوهمې لوا قوماندان د تخنیکي ټیم هڅې وستایلې، له دوی څخه یې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یادو ترمیم شويو وسايطو څخه به د اړتیا په صورت کې ګټه واخیستل شي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت اړوند د البدر قول اردو د ابو دجانه لوا د تخنیکي ټیم له لوري څه باندې ۳۰۰ نظامي وسایط چې ویجاړ شوي او د کارونې وړ نه وو بیا رغولي وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا