سیاست

تبصره

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په پاکستان کې دوسله والو طالبانو دډلې دمشر ملا اختر محمد منصور  په وژل کيدو سره داکار ثابت شوى دى چې دطالبانو مشرانو دغه هېواد دځان لپاره  ښه او ډاډمن ځاى پيداکړى دى  اوس ددې وخت رارسيدلى دى چې افغان دولتي چارواکي دغه مسئله  له ديپلوماتيکي لارې تعقيب کړي چې پاکستان تر زيات  نړيوال فشار لاندې  ونيول شي .
  دباختراژانس  مبصر ليکي :  دوسله والو طالبانو دډلې دمشر ملا اختر محمد منصور په وژل کيدو  سره هغه هم  دامريکايي  پوځيانو په يوه هوايي بريد کې دامـسئله  لازياته ثابته  او بربنډه شوه چې پاکستان ډار اچوونکو ته په زړه پورې ځاى دى . افغانستان دتروريزم قرباني او پاکستاني ملاتړى يې دى .
  يواځې  ملا اختر محمد منصور  نه دى چې شتون او فعاليت يې  په پاکستان کې ثابتيږي .
دوسله والو طالبانو دډلې پخوانۍ  مشر ملا محمد عمر هم په مرموز ډول په پاکستان کې  ووژل شو او دالقاعده دتروريستي شبکې مشر اسامه بن  لادن په داسې حال کې  چې دامريکايي پوځيانو له خوا تر څارنې لاندې و  په پاکستان کې پټ شوى  و اوسربيره  لويديځو استخباراتو هم ويلي دي چې دالقاعده اوسنۍ مشر  يمن الظواهري هم په پاکستان کې دى، سراج الدين حقاني چې په افغانستان کې دافغانانو او امريکاييانو پرخلاف د ډيرو مرګانيو  تروريستي  بريدونو عامل دى .  په پاکستان کې په بشپړ  خونديتوب  کې ژوند کوي دطالبانو دکويټې  شوراچې ددغې  ډلې دتصميم نيونې اصلي مرجع  ده دپيښور شورا او دميرامشا شورا په ګډون  دطالبانو له نورو شوراګانو سره په پاکستان کې فعاليت کوي ،  دلويديځو  هېوادونو استخباراتي  سرچينو او دافغانستان  امنيتي بنسټونو په وار وار  ويلي دي چې دطالبانو مشرانو داسلام اباد ، کراچۍ او لاهور  په ګډون دپاکستان په سترو ښارونو کې استوګنه لري بچيان  يې د ژوندانه  او دزده کړې ډيرښه امکانات لري آن دپاکستان دصدراعظم دملي امنيت  دسلاکار  سرتاج عزيز اعتراف وکړ چې دطالبانو مشران په پاکستان کې دي او په دغه هېواد کې له زياتو  خدمتونو او اسانتياو څخه استفاده کوي .
دطالبانو مشران په پاکستان کې داسې ازاد فعاليت او تک راتګ  کوي چې يواځې ددغې ډلې  وژل شوى مشر ملا اختر محمد منصور اتلس ځلې له پاکستان څخه دعربي اماراتو ، بحرين او ايران په ګډون نورو هېوادونو ته سفرونه کړي دي هغه هم  په پاکستاني پاسپورت او هويت سره .
  اوس چې دطالبانو مشر وژل شوى دى ددغې ډلې دمشرتابه شورا غړي  په منظم ډول په کويټه کې غونډې او خبرې کوي .  په پاکستان کې دپوځيانو ، سياستوالو ، مذهبي ګوندونو او دقومي مخورو اومشرانو ترمنځ دطالبانو په نسبت همغږي  او همکاري شتون لري طالبانو ته په ازاد ډول تبليغ کيږي مالي امکانات  ورته برابريږي  سرتيرې استخداميږي  خو په پاى کې  ددغه هېواد حکومت اوسياستوال له طالبانو سره دملاتړخبره ردوي خو دپاکستان پخوانى پوځي  ديکتاتور جنرال پروز مشرف طالبان او القاعده  دپاکستان  اتلان بولي او په دانګ پيلي ډول وايي چې له طالبانو څخه دافغانستان او هند په وړاندې استفاده  شوې ده .
دغه ټولې مسئلې دهغو  واقعيتونو څرګندوى دي چې ښيي پاکستان څومره  په افغانستان او سيمه کې په اوسنيو  ناخوالو کې ښکيل دى او څه ډول  يې دطالبانو او دنورو ډار اچوونکو ډلو له شتون څخه دځان په ګټه استفاده کړې ده .
په داسې حال کې  چې دسياست  او ديپلوماتسۍ په ډګر کې ځان دبشر دحقوقو پياوړى مدافع او دتروريزم  اوبنسټپالنې لومړۍ درجه  دښمن معرفي کوي او دلويديځو هېوادونو پيسې په جيب کې تخته کوي .
دملا اختر محمد منصور  وژل کيدل  هغه هم دپاکستان په خاوره کې اومخکې  له دې په دغه هېواد کې دملا عمر  مرموز وژل کيدل  او داسامه بن لادن وژل کيدل او په پاکستان کې دطالبان داوسنيو مشرانو شتون له طالبانو سره دپاکستان  دهمکارۍ ، مرستې  اوکوربه توب  څرګندوى دي  چې په دې کار انکار نه شي کيداى.
افغان سياسي کارپوهان  او خلک په تينګار سره دخپل هېواد له  دولتي چارواکو  څخه غواړي  چې په پراخو اوپياوړو ديپلوماتيکي هلوځلو سره په پاکستان کې  دتروريستي ډلو دمشرانو شتون نړيوالو ته په ډاګه  کړي چې دغه هېواد له لازيات تجريد سره  مخامخ شي  او دخپلو ناوړو کړنو او عملونو ځواب  ورکوونکي وي چې دپاکستاني واکمنانو له خوا ترسره شول او دافغانستان له خلکو  څخه يې  قرباني اخستې ده .
ديادونې وړ ده چې يواځې افغانستان نه دى  چې دپاکستان  له ناوړو عملونو او دوه ګونو سياستونو څخه زيانمن شوى دى په سيمه کې نور داسې  هېوادونه شته چې ددغه هېواد له دغه شان کړنو څخه زيانمن شوي  دي له شک پرته داوسنيو ناخوالو په وړاندې دافغانستان ديپلوماتيکي هلې ځلې به دزياترو هېوادونوملاتړ له ځان سره ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته