خبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزارت د جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۵۲ سرتېري فارغ شول

کابل، د مرغومي۵مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي کورسونو څخه د ۵۲ تنه سرتېرو د فراغت خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ملي دفاع وزارت قطعاتو او جزوتامونو ۵۲ تنه سرتېري د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د لوژستیک او مخابرې له مسلکي زده کړو څخه پرون د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې غونډه کې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسؤلينو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

په ورته وخت کې فارغ شویو سرتېرو د جګړه يیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسئولینو څخه مننه وکړه، چې د سرتېرو د ښوونې او روزنې په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، د غونډې په پای کې فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا