امنیت

١٨ تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: ١٨ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې ووژل شول . د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دفارياب ولايت دخواجه سبز پوش ولسوالۍ په کټه کم ساحه کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول . رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ٢٢ تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي او ددښمن شل موټرسايکلونه او دوسلو او مهماتو يوه ډيپو ويجاړه او له منځه وړل شوې ده او د خواجه سبز پوش ولسوالۍ دغزاري ، کټه قشلاق ، قزل قشلاق ، بادغيسي ، چاريک ، خانقا ، کټه کبريک او دخواجه ګلومه کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي . ختم_ عطاالله –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته