خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت د جګړه ییزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ ۳۳ سرتېري فارغ شول

کابل، د لړم ۱۰ مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه قومندانۍ د ځانګړو وړتیاوو ښوونځي د جمع نظام له کورس څخه ۳۳ سرتېرې فارغ شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت د صحیه قوماندانۍ او بېلابېلو قول اردوگانو ۳۳ تنه سرتېري د پوځي او عقیدتي زده کړو وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي محمد هاشم حذیفه فارغ شوي مجاهدین د تصدیق پاڼو په ورکړې سره خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته متوجه کړل.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا