امنیت

د هېواد په بېلابېلوسیموکې د ۶۵ تنو ډار اچوونکو وژل کیدل

کابل باختر د وږي ۹ مه د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او نا امنیو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۱ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات ،۱۰۲ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۱هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو، ترسره کړي او د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه هوایي ځواکونو ۶۶ الوتنې تر سره کړې دي. د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ګډ عملیات د توپچي او هوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کونړ، غزني، پکتیا، زابل، ارزګان، کندز، فاریاب، بغلان، بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شول چې له امله یې ۶۵ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ۴۵ تنه نور يې ټپیان شوي دي. دغه راز په دغو عملیاتوکې د دښمن یو موټر هم له منځه تللی دی. # پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته