خبرونهاقتصاد

د جوزجان په بزګرانو زراعتي وسايل وويشل شول

٣٨- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رياست پرون د دغه ولايت په يوشمېر بزګرانو زراعتي وسايل وويشل .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دغو وسايلو کې کوچني او ستر تراکتورونه ، بېلونه ، د تخم د شيندلو ماشينونه ، بياتي او د رېبلو وسايل هم د آقچې، خانقا او د خواجه دوکو د ولسواليو او د شبرغان ښار په بزګرانو د اکتيد موسسې په همکارۍ وويشل شول .
د اکتيد موسسي يو مسوول وايي هغه بزګران چې د کليو د پرمختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې دي د زراعتي ماشين الاتو برسيره د غنمو د پاکولو ژرنده او د دوه نسله وزو، دوه فارمونه هم جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه چې دغه پروګرام به نورو ولسواليوته هم وغځول شي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته