(PS)خبرونه(PS)امنیت

د ملي دفاع وزارت سرحدي مسوولینو له ترکمنستاني لوري سره د سرحدي مسایلو په اړه ناسته وکړه

کابل، د وږي ۹مه، باختر

د ملي دفاع وزارت په شمال زون کې د سرحدي چارواکو او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ په سرحدي مسایلو باندې د خبرو په موخه د ناستې د ترسره کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت په خپله ټویټرپاڼه (اکس) ليکلي، چې د هېواد په شمال زون کې د اسلامي امارت سرحدي چارواکو له ترکمنستاني پلاوي سره د سرحدي مسايلو په همکارۍ او لا همغږۍ په اقينه بندر کې وکتل.

 سرچینې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري د ۲۰۹ الفتح قول اردو د ۶مې سرحدي لوا قومندان مولوي منصور جاويد او د ترکمنستان له لوري د ياد هېواد د سرحداتو وزارت مرستيال غلام حضرت د پلاوي مشري په غاړه لرله.

 همدا راز دواړو خواوو په راتلونکي کې په دوستانه اړيکو او همکارۍ ټينګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت سرحدي مسوولینو تر دې وړاندې له ازبکستاني او ایراني لوري سره هم ورته کتنې درلودې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا