
کابل، د وري ۲مه، باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد نن په بهرنیو چارو کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزيز کاملوف او د افغانستان د چارو استازي عصمت الله رحیموف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
مولوي محمد یعقوب مجاهد یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د پولو، امنیت او ورته موضوعاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.
سرپرست وزیر په دې تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ په لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د ازبکستان ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف هم ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره به په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اړیکو ته نوره وده هم ورکړي.
افغانمل