ټولنه

د هېواد په جنوب ختيځ کې د والګي د ناروغي نمونې تشخیص شوي دي

متون باختر د مرغومې د میاشتې ۲۳ مه
د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې په خوست ولایت کې د کارغانو د پرلپسې مړینې لامل د والګي ناروغي ده.
دوی وايي چې په مړو شويو کارغانو کې د دوی لابراتواري څېړنو په ډاګه کړې چې دغه کارغان د والګي د ناروغۍ له امله مړه شوي دي. 
د خوست د کرنې اومالدارۍ ريېس سمیع الله نصرت د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې،  په دغه ولایت کې د کارغانو د پرلپسې مړینې لامل د والګي ناروغي ده.
هغه وايي چې، موږ په دې توانېدلى يوچې دغه ناروغي کنټرول او په اړوند یې عامه پوهاوی وکړو .
نصرت زیاته کړه چې، د دوی اداره د وقايې په برخه کې په مجهزو وسایلو سمباله شوې او دغه ناروغي يوازې په وحشي مراغانو کې موندل شوې ده.
ده وویل چې هڅې مو پیل کړي،څو دغه ناروغي  فارمونو او کورنیو چرګانو ته سرایت پیدا نه کړي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د حیواني روغتیا عمومي رېیس ډاکټر جهانګير میاخېل وايي چې د دوی لابراتواري څېړنو په ډاګه کړې ده چې د دغه ولایت په وحشي مرغانو کې د والګي ناروغي تشخیص کړي.
هغه له خلکو هيله وکړه چې،څو دغه ناروغي په بشپړ ډول سره نه وي کنټرول شوي،خپل ماشومان او کورني چرګان له دغه وژونکي ناروغۍ څخه وساتي.
هغه زیاته کړه چې،د دغه ناروغۍ مخنیوی په دې سره کولای شو چې مړه شوي مرغان ډيرژر د خارو لاندې شي.
د خوست د عامې روغتیا د ریاست مرستیال ډاکټر محمد الدین محمدي وايی چې په روانه میاشت کې ولایتي روغتون ته ۶۴ هغو کسان د درملنې لپاره مراجع کړې چې په تنفسي ناروغۍ اخته و.
محمدي وايي چې له دغو ناروغانو څخه څلورو تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی،خو له نېکه مرغه د دوی څېړنې ښايي چې د والګي ناروغۍ تر اوسه پورې انسانانو ته سرایت  نه دی کړی او يوازې يې نمونې په وحشي مرغانو کې لیدل شوي دي.
په همدې حال کې د خوست د والي مرستیال شېر باد شاه ارګوني هم له خوست مېشتو وګړو څخه هیله وکړه چې د عامې روغتیا د مسوولینو لارښوونې په پام کې ونیسي،څو کورنۍ او ماشومان يې له دغې وژونکي ناروغۍ څخه وژغورل شي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته