سیاست

دمشرانو جرګې په فوق العاده غونډه کې ددولتي مقاماتو د معاشونو دتنظيم دقانون د تعديل طرحه تصويب شوه .

کابلباختردسرطان١٧
دسنا مجلس درئيس فضل هادي مسلم يار په مشري د مشرانو جرګې په ننني فوق العاده غونډه کې ددولتي مقاماتو د معاشونو د تنظيم دقانون د تعديل طرحه تصويب شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دغه قانون  دافغانستان د اساسي قانون  د١٢٦ او١٥٥ مادې له حکم سره سم وضع شوى دى چې هدفو نه يې دجمهور رئيس د مرستيالانو ، وزيرانو ،دملي شورا اودسترې محکمې درئيسانو اوغړو ، قاضيانو ،لوى څارنوال اود نورو دولتي مقاماتو دمعاشو نو د اندازې ټاکنه او هم دخدمت ددورې له پاى ته رسيدو وروسته دسترې محکمې درئيس اوغړو دمالي حقوقو ټا کنه ده .
ددولتي مقاماتو د معاشونو دتنظيم قانون چې د ملي اقتصاد، مالي اودبودجې په کميسيون او په نورو کميسيونونو کې د تدقيق او مطالعې لا ندې نيول شوي وو ، دسناتورانو مولوي عبدالوهاب عرفان، انجنير محمد دين همدرد اودډا کترې ا نار کلي له خوا ماده په ماده غونډې ته وړاندې شو چې د مجلس دغړو دنظريو او وړانديزونو له څرګنديدو وروسته له يو لړ تعديلو نو سره په څلورو فصلو نو او ١٤ مادو کې درايو په اکثريت تصويب شو .
غونډې دقانون په عنوان کې دعاليرتبه د کلمې متن زيات کړ ، دولسي جرګې دزياتوالي کلمه يې حذف کړه اود حکومت پيشنهادي متن يې (ددولتي مقاماتو دمعاش دتنظيم دقانون ) په نا مه تصويب کړ .
دغه راز په غونډه کې د هيواد د ولايتي شوراګانو درئيسانو اوغړو دمعاش داندازې د ټاکنې په باب دخبرو په ترڅ کې ، دسناتورانو دنظريو له څرګنديدو وروسته پريکړه وشوه چې د ولايتي شورا ګانو درئيسانو اوغړو معاش دې دخلکو د انتخابي استازو په توګه په ترتيب سره ددوه اعشاريه پنځه اوددوو دضريب له مخې وټاکل شي په داسې حال کې چې د حکومت په پيشنهادي متن کې د ولايتي شورا ګانو درئيسانو معاش دصفر اعشاريه اته اتيا په ضريب سره اودهغو دغړو معاش دصفر اعشاريه ٧٧ په ضريب سره وضع شوي واو هم مجلس په دغه قانون کې د اته پنځوسو دولتي مقاماتو معاش تصويب کړ .
دغه راز په غونډه کې پريکړه وشوه چې دجمهور رئيس مرستيالان ، دملي شورا ددواړو مجلسونو رئيسان اوغړي اوقاضيان دخدمت ددورې له پاى ته رسيدو وروسته له دغه قانون سره سم يولړ امتيازونه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته