کابل باختر د وږي لسمه :
د کاپيسا ولايت د ملي امنيت د رياست منسوبينو د وسلو او مهماتو يوه ډيپو کشف کړه.
د کاپيسا ولايت د ملي امنيت رييس باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغه رياست موظفينو دکاپيسا ولايت په مربوطاتوکې په جلا جلا عملياتو کې د طالبانو د وسلو او مهماتو ډيپو کشف او ترلاسه کړي ده.
ددغه خبر له مخې: په هغو وسلو او مهماتوکې چې په دې ډيپوکې ترلاسه شوي دي؛ څلور ځانمرګي واسکټونه، دوه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي د وسايطو ضد نهه ماينونه، د هاوان ٨٦ ماينونه، د٨٢ ملي متري توپ شل ګولۍ، دبې ام ٧ توغندي، د آر پي جي توغندي څلور ماينونه او د ماين د چاودنې څوکپسولونه او په زرګونوګولۍ او پوځي وسايل شامل دي چې ددغه ولايت په مربوطاتوکې کشف او ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل