
کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر جهاد ارګینای سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د يو لړ نورو موضوعاتو ترڅنګ د هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر دوام او لا پیاوړتیا خبرې وکړې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست په ترکيه کې د وروستیو زلزلو له کبله د دغه هېواد سفير ته خواخوږي څرګنده کړه او شهيدانو ته جنت الفردوس او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه.
افغانمل