ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د انګلستان هېواد له سفیر سره په کتنه کې، له افغانستان سره په اکاډمیکو برخو کې د هغه هېواد همکارۍ ارزښتمنې وبللې او د تحصیلي نصاب معیاري کولو او اوبو مدیریت په برخو کې یې د دې هېواد پر همکاریو ټینګار وکړ.

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٨ نيټه :
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د انګلستان هېواد له سفیر سره په  کتنه کې، له افغانستان سره په اکاډمیکو برخو کې د هغه هېواد همکارۍ ارزښتمنې وبللې او د تحصیلي نصاب معیاري کولو او اوبو مدیریت په برخو کې یې د دې هېواد پر همکاریو ټینګار وکړ.
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکتر عبداللطیف روشان په دغه کتنه کې د افغانستان د لوړو زده کړو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او  د دغه وزارت د پروګرامونو په پلي کولو کې د انګلستان هېواد د لازیاتو مرستو غوښتونکی شو.
دلوړو زده کړو وزارت د انګلیستان له سفیر (نیکولس کې)څخه وغوښتل، چې د افغانستان د تحصیلي نصاب په معیاري کولو، تحصیلي بورسونو زیاتوالي، استادانو ظرفیتونو لوړولو، دواړو هیوادونو پوهنتونونو تر منځ توامیتونو ټینګولو او د اوبو مدیریت څانګه کې             د افغان کادرونو روزلوپه برخو کې ورسره خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
ډاکتر روشان له نوموړي وغوښتل چې د انلاین زده کړو په برخه کې یې ملاتړ وکړي او د انګلستان هېواد یو معتبر پوهنتون څانګه په افغانستان کې رامنځته کړي، څو له دې لارې د هغه هېواد             د معیارونو سره سم افغانان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره شي.
په دې کتنه کې د انګلستان سفیر  نیکولس کې د لوړو زده په برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې  وویل دوي په افغانستان کې علمي او اکاډمیکو برخو پیاوړتیا ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د انګلیستان سفیر وویل د لوړو زده کړو وزارت غوښتنې او وړاندیزونه به د خپل هېواد له اړوندو مقاماتو سره شریکې کړي.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته