ټولنه

د حامد کرزي د ډاډګيرنې پیغام

کابل_باختر د وږي د مياشتې٢٦مه:
د هیواد د فرهنګي شخصیت او تکړه ژورنالیست ارواښاد جان آقا الکوزي د مړینې له امله د حامد کرزي پیغام
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د هیواد فرهنګي شخصیت، تکړه ژورناليست او د آزادۍ راډیو ویاند جان آقا الکوزي د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انا لله و انا الیه راجعون!
ارواښاد جان آقا الکوزي د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانستلې او له ابتدایي زده کړو وروسته یې، د پوهنتون په دوره کې له راډیو افغانستان سره د ویاند په صفت په کار پیل وکړ او له دیارلسو کلونو راهیسې یې له آزادۍ راډیو سره همکاري درلوده.
ارواښاد جان آقا الکوزي د خبریالي ترڅنګ په کاناډا کې د افغانانو د ټولنې مشري هم پر غاړه درلوده او د افغانانو د ستونزو په اوارولو کې د نوموړي هڅې نه هېرېدونکې دي.
ارواښاد الکوزی د اتریش مرکز ویانا په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. د ده مړینه د افغانستان د خلکو لپاره یوه لویه ضایعه ده.
د خپلی خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د افغانستان ټولو خلکو ته وړاندې کوم. د لوی خدای (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته