امنیت

وسله والو طالبانو دداعشيانو يو قوماندان وواژه .

-کابل باختر د لړم  نهمه :
دفراه ولايت  سيمه ئيز مقامات وايي چې وسله والو طالبانو د داعش  يو مهم قوماندان  په دغه ولايت کې  وواژه .
  په فراه ولايت کې  يوه امنيتي مقام  دباختراژانس خبريال ته وويل چې  دداعشيانو  دغه  مهم قوماندان  دځانمرګو  بريدونو  دلارو چارو دزده کړې مسووليت  په غاړه درلود .
  دفراه ولايت  دګلستان ولسوال  اجمل زاهد  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه قوماندان  عبدالرزاق  مهدي  نوميده  او دوسله والو طالبانو له خوا  په ګلستان ولسوالۍ پورې  په اړونده  غره کې  وژل شوى دى .
  ده زياته کړه : څرنګه چې دفراه ولايت  دهلمندتر څنګ  موقعيت لري  او زياتره  طالبان او داعشيان له هلمند څخه فراه ته تګ راتګ کوي .
  ويل کيږي   چې عبدالرزاق مهدي ددوو کلونو راپديخوا د داعشيانو  دجلب او جذب  مسووليت  هم په غاړه درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته