خبرونهامنیت

د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې نوي کسان په دندو وګومارل شول

کابل، د لړم ۴ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې لاندې کسان پر دندو وګومارل شول.
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان مولوي محمد ظریف مظفر؛ د ملي دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د معین په توګه.
د ملي دفاع وزارت د اپراسیون مخکینی رئیس مولوي باز محمد حمیدي، د دغه وزارت د پرسونل او تعلیماتو معینیت د مرستیال په توګه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی مرستیال ملا عبدالغفار محمدي د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د قومندان په توګه.
د تخار ولایت مخکینی والي مولوي نورالدین؛ د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو د رئیس په توګه.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال مولوي نور الرحمن نصرت؛ د ملي دفاع وزارت د اپراسیون د رئیس په توګه.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان ملا امیرخان حقاني؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د قومندان په توګه.
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصرالله مطیع؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه.
د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قوندان په توګه.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان په توګه.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مخکینی مرستیال ملا اغا محمد ابراهیم، د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه.
د ننګرهار ولایت د دریمي پلي لواء مخکینی قومندان مولوي عبدالحکیم نظامي؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د مرستیال په توګه.
د ۲۱۷ عمري قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکینی رئیس ارکان قاري امین الله طیب؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه.
د ۲۰۵ البدر قول اردو مخکینی رئیس ارکان ملا عبدالباري ګل اخند؛ د همدې قول اردو د مرستیال په توګه.
د کندهار ولایت د درېیمي سرحدي عبیده لواء مخکینی قومندان ملا نصیب الله زبیر؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د رئیس ارکان په توګه.
د ملي دفاع وزارت د ساختماني چارو مخکینی رئیس مولوي عبدالعلي جهادیار؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د رئیس ارکان په توګه.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی رئیس ارکان مولوي حزب الله افغان؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.
د زابل ولایت د دوهمې پلې خیبر لواء مخکینی قومندان ملا عبدالله حبیب؛ د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې د رئیس ارکان په توګه.
ملا عبدالسلام اغا؛ د کندهار ولایت د درېیمې پلې ابودجانه لواء د قومندان په توګه.
ملا غلام رسول اخند؛ د کندهار ولایت د درېیمي پلې ابودجانه لواء د رئیس ارکان په توګه.
د شهید افتاب (۱۱۱) فرقې مخکینی رئیس ارکان ملا نېک محمد ملنګ؛ د زابل ولایت د دوهمې پلې خیبر لواء د قومندان په توګه.
ملا راز محمد خنجري؛ د جوزجان ولایت د دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه.
قاري احمدي؛ د جوزجان ولایت د دوهمې پلي لواء د رئیس ارکان په توګه.
د خوست ولایت د دوهمې پلي لواء مخکینی قومندان مولوي بدر الدین؛ د غزني ولایت د درېیمي پلې محمدي لواء د قومندان په توګه.
مولوي نقیب الله جمال؛ د خوست ولایت د دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه.
د هرات ولایت د لومړۍ پلې لواء مخکینی قومندان ملا محمد رحیم حاجي لالا؛ د همدې ولایت د پنځمې سرحدي لواء د قومندان په توګه.
د هرات ولایت د پنځمې سرحدي لواء مخکینی قومندان مولوي صلاح الدین ایوبي؛ د هرات ولایت د لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه او حنیف اخندزاده؛ د فراه ولایت د دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه.
د ۲۱۷ عمري قول اردو مخکینی مرستیال ملا جان محمد حمزه؛ د بغلان ولایت د امنیه قومندان په توګه.
ښاغلی ذبیح الله مجاهد وايي، چې په ملکي برخه کې هم یو شمېر کسان په دندو ګومارل شوي چې په لاندې ډول دي:
مولوي آدم د کندهار ولایت د افغاني سرې میاشتي د رئیس په توګه.
د فراه ولایت د امنیت مخکینی آمر ملا عبدالرازق راشد؛ د هرات د ښاروال په توګه.
د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ مخکنی ولسوال ملا محمد طیب صابر؛ د همدې ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست د رئیس په توګه وټاکل شول.
عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله یادو ټولو مسئولنیو ته د الله (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کې د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې د توفیق غوښتنه کړې.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا