اقتصاد

دسالتق دکلي سړک پرانيستل شو

کابلباختردميزان١٤
دجوزجان ولايت دخواجه دوکو ولسوالۍ دسالتق دکلي سړک  له کريړ اچولو وروسته  نن ګټې اخيستني ته وسپارل شو .
دخواجه دوکو ولسوالې  سايرې شکيب باخترآژانس ته وويل :  دغه سړک دسويډن په مرسته ديوسلو شپږ پنځوسو زرو  ډالرو په لګښت  جوړ شوى دى .
خبرځاى  زياته کړه دغه سړک دسالتق کلي د ولسوالۍ له  مرکز سره نښلوي .
ويل کيږي دغه سړک دجوزجان د والي پايمراد قونيلي له خوا په داسې حال کې چې ددغه ولايت امنيه قوماندان او ددولتي ادارو کارکوونکي حاضر وو،  پرا نيستل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته