سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : نوې کابينه به په ډير لنډ ممکن وخت کې اعلام شي

کابل باختردلړم دمياشتې ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون  له
غرمې وروسته دکابل ولايت داړوندو ولسواليو له يوشميرمشرانو، عالمانو، 
مجاهدينو اوخلکو سره وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرور کړ : په دې کتنه کې  د کابل ميړنيو او ديندارو  خلکو دافغانستان داسلامي جمهوريت له اجرائيه رييس څخه وغوښتل  هغه لوړ اسلامي اوملي ارزښتونه پياوړي کړي چې په تيرو ديارلسو کلونو کې سترګې پرې پټې   شوې دي.
سالمه حکومت والي ، دمعلولينو او دشهيدانو دوارثانو دستونزو حل کول ، دسالمې ادارې جوړول  اود تبيعص او داداري فساد په وړاندې  پرله پسې او جدي مبارزه ددوى نورې غوښتنې وې .
په دې غونډه کې برخه والو مشرانو دغه راز   دهغو مجاهدينو په وړاندې دتيرو حکومتونو په نه پاملرنې باندې په سخت انتقادسره  چې په بيلابيلو اونازکو پړاونو کې يې دافغانستان دخپلواکۍ  او ځمکنۍ بشپړتيا  دفاع کړې ده  ، دافغانستان اسلامي جمهوريت له اجراييه رييس څخه وغوښتل چې له يوې خوا دې  مجاهدينو ته دزده کړې  زمينه برابره کړي او له بله پلوه هم دغوره سالارۍ داصل په پام کې نيولو سره هغوى ته  دکار موندلو په برخه کې زياتې هلې   ځلې وکړي .
په همدې حال  کې دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس دافغانستان دخلکو په تيره بيا دکابل ولايت  داوسيدونکو دنه ستړې کيدونکو مبارزو او هلو ځلو له امله  دمننې په څرګندولو  سره  د هغوى غوښتنې پرځاى او روا وبللې او ټينګار يې وکړ  چې  دملي وحدت حکومت دافغانستان دخلکو په تيره بيا  دکابل دخلکو  دهڅو او هاند محصول دى .
ده په دې بيان سره  چې لومړني  او  اوچت ګامونه اخيستل شوي دي او راتلوونکي ګامونه هم داخيستو په  حال کې دي   او زياته يې کړه چې انشاالله په دير لنډ ممکن وخت کې به  افغانستان داغيزمنې  کاري اوخدمتګارې کابينې دمعرفي کولو شاهدان وي  چې  غوښتنې به يې  له تعصب او تبعيض پرته تحقق  ومومي .
ده  راتلوونکي پنځه کلوونه  په ټولو برخو په تيره بيا دانتخاباتي نظام داصلاح کولو په برخه کې دافغانستان ددولت او خلکو  دډله ييزو هڅو کلونه وبلل  چې له دې لارې  هم دخلکو ژوند ښه والى ومومي او هم  په انتخاباتي بنسټونو دخلکو له لاسه وتلى اعتماد اوباور بيا ټينګښت ومومي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت ا جرائيه رييس په دې بيان سره چې موږ هېڅکله  دافغانستان خلک نه هيروو  او هرڅه چې لرو دهغوى په خير اوبرکت دى  اعلام وکړ  دحکومت دروازې دهيچا پرمخ تړلې نه دي  او دافغانستان خلک هغه وخت درښتېني  عزت خاوندان کيږي چې  رښتينى اوصادقانه خدمت و شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته