
کابل، د وري ۹ مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د هېواد په ختیځ کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ملي دفاع وزارت د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند د عبدالله بن زبیر د ۳ مې سرحدي لوا ځواکونو یوه اندازه مهمات کشف او ضبط کړي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په کشف شویو توکو کې یو ام ۱۶ ټوپک ، ۶ زره بېلا بېل ډوله مرمۍ او ۲۲ شاجورونه شامل دي.
سرچینې زیاته کړې، چې مغرضو کسانو غوښتل دغه مهمات د ډیورنډ له فرضي کرښې آخوا ولېږدوي، چې موخې ته له رسېدو وړاندې کشف او ضبط شول.
جهانیار