نړۍ

په جاپان کې بي ساري توپان

توکيو نيوزنو  دوري دمياشتې ١٦ :

په يوساعت کې ديوسلو څلويښتو کيلومترو په چټکتيا يو توپان دجاپان پايتخت توکيوښارځپلى دى.

دباختراژانس دخبرله مخې،  ددغه سخت توپان له امله دتوکيو ښار اودهغه په شاوخوا کې دزياتو موټرو دچپه کيدو او دزرګونو کورونو دبريښنا دبهيردبنديدوسبب شوي دي .

دغه توپان داورګاډو ددريدو اوپه دغه هيواد کې دڅه دپاسه پنځه سوه الوتنو دلغوه کيدو سبب شوي دي.

درارسيدلوخبرونوله مخې،  ددغه توپانن له امله  دهونشو په ټاپو کې دوه تنه وژل شوي دي اوپه لسگونو تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز په اولسو نورو سيمو کې هم اووه نوي تنه ټپيان شوي دي او ويل کيږي  چې دغه توپان  له ١٩٥٩  کال څخه په توکيو کې بي ساري دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته