
کابل، د لېندۍ٧ مه، باختر
د ملي دفاع وزارت وياند وايي، چې د دغه وزارت د هوایي ځواکونو د انجینرانو ټیم له خوا ۳ پوځي الوتکې ترميم او فعاليت ته چمتو شوې دي.
د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د انجينرانو ټيم دوه ان-٣٢ الوتکې او يوه ان ٢٦ الوتکه چې غيرفعالې وې ترميم او فعاليت ته چمتو کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر دې دمه څه د پاسه ٦٠ ډول – ډول الوتکې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د انجينرانو د ټيم له خوا ترميم او فعاليت يې پيل کړى دى.
د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو انجينران د دې وړتيا لري، چې غيرفعالې الوتکې په هېواد کې ترميم او فعاليت ته چمتو کړي.
\ ذ