خبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزیر: مفتشين دې د خلکو کرامت، هویت او باور ته جدي پاملرنه وکړي

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” د یاد وزارت سرمفتشیت په ریاست کې د (۲۶) تنو مفتشینو د توحیدي معایناتو د دوه میاشتني کورس د دوهمې دورې د فارغانو په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مفتشینو ته د هغوی د دندو د پیژندلو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د اسلامي اردو په چوکاټ کې د روڼتیا او حساب ورکونې په خاطر باید په مسلکي او ‘ریښتینې توګه د بې پرېتوب او توازن په ساتلو سره لا زیاتې هڅې وکړي.
هغه همدا راز له مفتشيو څخه وغوښتل چې د خپلو دندو په بهیر کې د خلکو کرامت، هویت او باور ته جدي پاملرنه وکړي.
په پای کې فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا