کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د ځوانانو د چارو د معينيت او د ولايتونو د ځوانانو د مسوولينو ترمنځ د زياتې همغږۍ په خاطر نن د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د رضاکارو ځوانانو د مسوول په ګډون د ځوانانو د چارو د معينيت د بېلابېلو څانګو د رييسانو په ګډون جوړه شوې وه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات څرګنده کړه چې ١٣٩٦ هجري لمريز کال د ځوانانو په غوښتنه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئيس له خوا د ځوانانو د کال په نامه نومول شوى دى او په همدې مقصد د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت په پام کې لري چې د هېواد په ټولو ولايتونوکې د ځوانانو د آمريتونو له لارې نه يوازې په نوروز بلکې د کال په اوږدو کې د ځانګړو غونډو او پرتمينو پروګرامونوپه ترسره کولو سره ښه ونمانځل شي .
دغه راز په دې غونډه کې دغو رييسانو د هېواد د ولايتونو د ځوانانو له مسوولينو سره د نظر وړ پروګرامونو د زياتوالي او د ښې همغږۍ په خاطر خپل يو لړ وړانديزونه او نظريې بيان کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې نه يوازې په نوروز بلکې د نوي هجري لمريز کال په بهيرکې د غونډو او پروګرامونو د ترسره کولو په خاطر بايد د هېواد په ټولو ولايتونوکې د ځوانانو د آمريتونوله خوا پرله پسې هلې ځلې وشې
0 1 دقیقه لوستل