سیاستخبرونهTOPورزشتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کرېکټ؛ تېر په هېر، راتلونکي کې باید څه وشي

تبصره

شري لانکا سره د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبې پای ته ورسېدې او ممکن د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو بدې لوبې وې، خو یو څه باید هېر نه کړو، چې کرېکټ کې دا هر څه راځي او باید افغان مینوال د لوبې ګټل او بایلل ومني، ځکه همدې لنډ وخت کې پاکستان هم د اسټرالیا او نیوزیلند پر وړاندې همداسې یو حالت سره مخ وه؛ د اسټرالیا پر وړاندې خو یې درې د صفر په مقابل کې ماتې ومنله او نیوزیلند هم له همداسې یو برخلیک سره مخ شوې وه چې له نړیوال جام راهیسې یې هېڅ ښه ورځ نه ده تجربه کړې او اکثریتې لوبې یې بایللې دي، نو دا ډول حالات په هره لوبډله راځي او افغان مینوال باید داسې ورځې په پام کې ونیسي.

دا ډول حالاتو کې د افغان مینوالو د احساساتي کېدو یو لامل د دغې لوبې په اصولو د افغانانو نه پوهېدل دی او دوی دا تمه لري، چې افغانستان باید تل بریاوې خپلې کړي.

بله خبره دا ده، چې له اماراتو، هند او شري لانکا سره لوبو کې د راشد خان او مجیب الرحمن نشتون احساسېده او مینوالو یې هم کمی د لوبو د بایللو لامل یادوه، خو دا سمه خبره نه ده؛ سمه ده، چې راشد او مجیب د افغانستان د لوبډلې دوه کلیدي لوبغاړي دي، خو کرېکټ بورد څخه هیله کیږي، چې افغانستان کې د زرګونو کرېکټ لوبغاړو له منځه د راشد او مجیب په څېر لوبغاړي رامخته کړي، تر څو هېڅ کله هم د دغو دوه لوبغاړو د کمي احساس و نه شي.

که په دقیقه توګه وکتل شي، له اماراتو، هند او شرې لانکا سره وروستۍ لوبې هم بدې نه وې او له راشد او مجیب پرته دا نورو لوبغاړو ښه لوبه وکړه، خو لکه څنګه چې مخکې مو وویل، په ډېرو نورو غټو لوبډلو هم ورته وختونه راځي او افغان مینوال باید خپل احساسات له هر ډول حالاتو سره عیار کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته